امنیت

څلور وسله وال طالبان په سمنګانو کې ونيول شول .

کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
دسمنګانو پوليسو څلور وسله وال طالبان تېره شپه ونيول .
دسمنګانو دحضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق  باختراژانس ته وويل چې دبلخ کشنده ولسوالى لپاره  د طالبانو پوځي مسوول عبدالباري  په ګډون څلور وسله وال طالبان ددغې ولسوالۍ دمرکز په شيخانوکلي کې دپوځيانو په ځانګړوعملياتو کې له يوسراچه موټر او يوکلاشينکوف سره ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه چې نيول شوي کسان دتحقيقاتو لپاره دسمنګانو دملي امنيت رياست ته سپارل شوي دي .
ختم_  عطاالله_اکرم
  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته