سیاست

جاوېد فیصل: د سولې له پروسې سره دوسله والو ډلو یو ځای کېدل باید د جګړې په کمښت اغېز وکړي

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٢مه :
هره وسله واله ډله چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي، باید  په افغانستان کې د امنیت په ټينګښت او د جګړې په کمېدو مثبت اغېز وکړي.
د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن په سپېدار ماڼۍ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د دې څرګندونو ترڅنګ زیاته کړه، که چېرې  د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکې وسله والې ډلې د جګړې په کمښت او د امنیت په ټینګښت اغېز ونکړي؛ نو له افغانانو سره به پوښتنه
پيدا شي، چې د سولې پروسه یو اضافي بحث و.
جاوېد فیصل په ننۍ خبري غونډه کې دغه راز وویل، چې ټولې سیاسي خواوې او ډلې باید د نظام د تقویت، د ملي یووالي د پیاوړتیا او ګډ کار کولو لپاره هڅې وکړي.
ده زیاته کړه، حکومت د ټولو سیاسي ډلو اصلاحي وړاندیزونو او طرحو ته سترګې په لار دی او ټينګار یې وکړ، چې د حکومت غړي نباید حکومتي بحثونه له حکومت د باندې وکړي.
ده د حکومت د یوشمېر چارواکیو وروستیو ناستو او غونډو ته په اشارې وړاندیز وکړ،ښه به دا وي، چې دا بحثونه موخو ته درسېدولپاره په حکومت کې دننه وشي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال د هرات وروستۍ خونړۍ پېښه وغندله او ویې ویل، مخالفانو کوښښ وکړ، چې په دې برید سره په افغانستان کې مذهبي شخړې پيل کړي؛ خو د افغانانو د ويښتابه له امله یې موخه شنډه شوه.
ده ټينګار وکړ، حکومت هڅه کوي چې اړونده مسوولان له خلکو سره مخامخ کښېنوي، د خلکو ستونزې حل کړي او په سیمه ییزه کچه حکومتوالي فعاله وساتل شي.
د فیصل په خبره د همدې  موخې لپاره د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره اوونۍ غور، نورستان او کونړ ولایاتو ته سفرونه وکړل او وضعیت یې له نږدې وڅاره.
د اجرائيه ریاست ویاند وویل، د دې سفرونو په لړ کې د یادو ولایاتو
امنیتي وضعیت، پراختیايي چارې، سیمه ییزه حکومتولي له نږدې وليدل
شول، د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول.
دغه راز په کابل کې به په دې اړه نورې غونډې د اړونده مسوولانو په ګډون وشي او د خلکو ستونزې به حل شي.
جاوېد فیصل وویل، سره له دې چې افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پام وړ پرمختګ کړی؛ خو لا هم خپلې نهايي موخې ته چې د ترهګرۍ له منځه وړل دي، نه دی رسېدلی.
د نوموړي په وینا، امریکا او ناټو د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره پياوړې اراده لري او هیله من دی چې د ترهګرۍ د محو کولو لپاره د افغانستان غوښتنې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې اعلانېدونکې ستراتېژۍ کې ځای پر ځای شي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته