سیاست

يونيما په افغانستان کې خپل فعاليتونه نه کموي .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  په کابل کې ديونيما دمطبوعاتي دفتر مسوول وايي په افغانستان کې ددغه دفتر  دفعاليتونو  د کمښت خبر طرحه نه دى

 ديونيما يا دملګروملتو سازمان دمعاونيت دفتر  دمطبوعاتي دفتر مسوول نظيف  الله سالارزي چې دباختر اژانس له خبريال سره يې خبرې کولې په ځينو رسنيو يې تور ولګاوه چې ددغې  اداري خبرې يې په تحريف  شوي ډول  خپرې کړي دي په داسې حال کې چې يونيما په پام کې  نه لري په افغانستان کې خپل فعاليتونه کم کړي .

 سالار زي  وايي يونميا  په افغانستان  کې دفعاليتونو ددوام په خاطر يو لړ سپارښتنې  پيشنهادونه اوطرحې دملګروملتو دسازمان مرکز ته ليږلى دى چې هدف يې په افغانستان کې له ملي پروګرامونو سره د يونيما عيارول دي هغه پروګرامونه  چې ددغه  هيواد ددولت کاري لومړيتوبونه  بلل کيږي اوموږ غواړو  له هغو سره سم ځان عيار کړو په څو ولايتونوکې د څو دفترونو تړل کيدل نه شي کيداي  دفعاليتونوبندول  اويا لږول وي

 په داسې حال کې چې يونيما غواړي خپل فعاليتونه  دمسووليتونو دليږدونې دبهير له روحيې سره سم  برابر کړي اوبايد دفعاليتونوهمغږي  کول دفعاليتونو له کمښت سره پرتله نه شي .

 د نظيف  الله سالار زي  څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې ځينو رسنيو خبر ورکړ چې ګڼې  يونيما  په افغانستان کې دخپلو فعاليتونودکمښت په لټه کې دي اوپه دې اړوند دملګروملتو دسازمان دامنيت  شورا ته يې يو رپوټ سپارلى دى  هغه خبره چې ديونيما دمطبوعاتي دفتر دمسوول له خوا رد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته