ورزش

دهرات د ځوانانو دفوټسال سياليو دوام وموند .

کابلباختر د تلې د مياشتې١٢
په هرات  کې دځوانانو دفوټسال  سياليو پرون  مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ .
  دهرات  ولايت  دورزشي  امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل :په لومړي لوبه کې دپيمان ټيم ددوو په  وړاندې په شپږو سره  دشهيد نقيب ټيم ته ماتې ورکړه اوپه بله لوبه  کې دانصاري ټيم ددوو په وړاندې  په شپږو سره  دنهضت ټيم ته ماتې  ورکړه .
دغه سيالۍ داته ويشتو  ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام يې  نن د رازي ټيم  داستقلال  له ټيم سره  او دغازي  ټيم دفجر له ټيم سره سيالي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته