خبرونهفرهنګTOP

په غزني کې د “اسلامي تمدن او فرهنګ په وده کې د ابوريحان البيروني علمي مقام” علمي – تحقيقي سمينار جوړ شو

کابل، د کب ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په غزني کې نن د “اسلامي تمدن او فرهنګ په وده کې د ابوريحان البيروني علمي مقام” علمي – تحقيقي یو ورځنی سمینار جوړ شو.
په دې سیمنار کې د غزني د اطلاعاو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار دغه ولایت د سلګونو شاعرانو او لیکوالانو ټاټوبی یاد کړ او ویې ویل چې د غزني د تاریخ هره برخه د تاریخ په اوږدو کې ځلانده ده.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو د فرهنګ رييس مولوي سيف الرحمن محمدي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د معین پيغام ولوست، البيروني يې يو ستر شخصيت وباله او زیاته یې کړه چې د نړۍ ستر پوه او د دغه ستر انسان اثار اوس د نړۍ په لويو ژبو ژباړل شوي او څېړل شوي دي.
په دغه سمينار کې د غزني والي حافظ محمد امين جان عمري هم د ابو ريحان البيروني پر علمي برخه خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل چې د افغانستان د تاريخ د پخوانيو سترو انسانانو په څېر د علم او پوهې په برخه کې هلې ځلې وکړي.
په دغه سمينار کې يو شمېر څېړونکو د ابو ريحان البيروني په اړه خپلې مقالې چمتو کړې وې او ولوستلې.
د دې مراسمو ويناوالو د اسلامي امارت څخه د دغه ستر ساينس پوه د درناوي له مخې د البيروني مقبرې جوړول، د البيروني د مطالعاتو لپاره د علمي څېړنيز مرکز جوړول، د هېواد په تعليمي نصاب کې د البيروني د اثارو شاملول، د ابوریحان البیروني په نوم د ځینو علمي ځایونو نومول او له غزني ښار څخه تر ابوریحان البیروني مقبرې پورې د سړک جوړولو غوښتنه وکړه.
بايد يادونه وشي چې ابوريحان البيروني په څلورمه او پنځمه هجري پېړۍ کې يو ساينس پوه، رياضي پوه، ستور پوه، تقویم شناس، هند پوه، تاريخ پوه او طبيعي پوه و.
البیروني یو له سترو مسلمانو ساینس پوهانو او د وخت له سترو ساینس پوهانو څخه ګڼل کېږي.
ابو ریحان البیروني په شاهي دوره کې ژوند وکړ او بلاخره په ۴۲۷ هجري قمري کال کې د څه د پاسه ۸۰ کلونو په عمر، په غزني ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې او خاورې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده چې پرون په پلازمېنه کابل کې هم د “اسلامي تمدن او فرهنګ په وده کې د ابوريحان البيروني علمي مقام” علمي – تحقيقي سمينار ترسره شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته