سیاست

جمهو رئیس غني پلازمېنې کنبرا ته ورسېد

کابل_باختر د وري د مياشتې١٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په سيمه ييز وخت نن ماښام د استرالیا پلازمېنې کنبرا ته ورسېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني ته د استرالیا د صدراعظم مرستیال جیمز میکګریت، د ګورنر جنرال استازي پاول سینګر، په افغانستان کې د استرالیا سفیر ریچارډ فیکس، د تروریزم ضد کوارډیناتور ټوني شیهن او په استرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي او یو شمېر افغان ډيپلوماتو په کنبرا بین المللي هوایي ډګر کې ښه راغلاست ووایه .
د هېواد جمهور رئیس به د دغه سفر په جریان کې د استرالیا لومړي وزیر، ګورنر جنرال، د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او د استخباراتو رئیس، افغان متخصصینو، استرالیایي څېړونکو او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو مشرانو سره په جلا کتنو کې په دوه اړخیزه همکاریو او اړوندو مسایلو بحث او خبرې وکړي.
په پام کې ده، چې د جمهور رئیس غني او د استرالیا د لومړي وزیر په حضور کې د دواړو هېوادونو مقامات د اقتصادي همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته