کابل باختر د مرغومي نهمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه کورنى سيمه ئيزې جګړه ځپلې بې وزلې او له پاکستان څخه راستنې شوي دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقيرزي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له ٣٨٠ اړوکورنيو سره مرسته شوې ده .
ده وويل: په دې مرسته کې اوړه ، مالګه ، دال او غوړي شته چې د نړۍ دخورو دسازمان له خوا برابره شوې وه .
ويل کيږي چې په ننګرهار کې له اړوکورنيو سره دمرستې بهير دوام لري .
ختم_ شکريه _ اکرم