ټولنه

د ډاډ ګيرنې پيغام

-کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې د ډاډ ګيرنې پيغام
دملکي هوايي چلند خپلواکه اداره  باختراژانس ته ديو پيغام په ليږلو سره ددغې ادارې د ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ پيغام دکابل دپروني تروريستي پيښې دقربانيانو له کورنيوسره څرګندکړې دي  په پيغام کې ويل شوي دي .
په ژورې  خواشينۍ  سره  يوځل بيا په کابل ښار کې ديو تروريستي بريد له امله زموږ په لسګونو تنو بې ګناه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او موږ ټول يې دغم په ټغر کيښنولو.
  له بده مرغه  ددغې چاودنې له امله دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې يو شمير کارکوونکي هم ټپيان او ددغې ادارې ودانۍ ته مالي زيان اوښتى دى دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې مشرتابه هيئت ددغې پيښې دقربانيانو له کورنيو سره دغمشريکي په ترڅ کې دالله ( ج )   له دربار څخه ټپيانو ته دسملاسي روغتيا اوشهيدانو ته دفردوس  جنت هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته