سیاست

حامدکرزي د استاد برهان الدین رباني د شهادت د دویم تلین په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل  باختر دوږي دمياشتي ٣٠ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، پرون له غرمې مخکې د پروفیسور استاد برهان الدین رباني د شهادت د دویم تلین په مراسموکې ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په دغو مراسموکې چې د لویې جرګې په تالارکې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس، شهید استاد رباني یو حلیم شخصیت وباله، وې ویل چې د شهید استاد هدف د استقلال ترلاسه کول او افغانستان ته د سولې او ثبات راوړل و چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره یې هڅه وکړه او د افغانستان خلکو ته یې خپل عزم او نیت ثابت کرد.
حامدکرزي څرګنده کړه چې د استاد برهان الدین رباني د هدفونو په سرکې د افغانستان استقلال و چې د هغه د ترلاسه کولو لپاره یې جهاد او مقاومت وکړ او موږ نن هغه ته رسیدلي یو او اوس یې باید بنسټ پوخ او کلک کړو.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې هیله څرګنده کړه چې لوی خدای دې د شهید استاد د پاکو وینو په برکت او د دې هېواد د میلیونونو نامدارو او نوم ورکو شهیدانو د پاکو وینو په برکت زموږ خلک خپلو هدفونوته چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت دی، ورسوي.
په دې غونډه کې د شهید استاد زوی صلاح الدین رباني او یو شمېر جهادي مشرانو، حکومتي چارواکو او د هېواد سیاسي شخصیتونو هم خبرې وکړې.
د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: شهید استاد د دې لپاره چې هېواد یې تل پاتې سولې ته و رسیږي خپل ځان د دغه مقدس هدف لپاره قربان کړ. نو د سولې او ملي یووالي د اوونۍ له لمانځلو څخه هدف د هغو آرمانونو مطرح کول دي چې د هغو لپاره د جهاد او مقاومت مشر او نورو په زرګونو شهیدانو په دې خاوره کې خپل ځانونه قربان کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته