سیاست

پولنډ د افغان حکومت کارکوونکو لپاره ظرفیت جوړونې او روزنې پروګرامونه پیلوي

کابل باختر د لړم ديرشمه د افغانستان داسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار د پولنډ هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلی مچی لنګ سره د اروپايی-آسیایی د اقتصادی همکاریو په هکله د پاریس په ښار کې وکتل . داجرائيه رياست مطپوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو په اړه خبرې وکړې. ښاغلی لنګ له افغانستان سره د پولنډ هېواد په دوامدارو مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیواد یې په افغانستان کې د وروستي کلونو لاسته راوړنو ساتلو لپاره، له نړیوالې ټولنې سره یو ځای خپل شتون ته دوام ورکوي . ښاغلي لنګ په افغانستان کې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو لپاره اجرائیه رئیس ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه، انتخاباتو وښوده، چې افغانان دیموکراسۍ ته ژمن دي. ښاغلي لنګ وویل، چې هیواد به یې د افغان حکومت کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو او روزنې هغه پروګرام بیا پیل کړي چې د هندوستان له لوري تمویلېږي. اجرائیه رئیس د پولنډ هېواد له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د افغان حکومت کارکوونکو لپاره يې د ظرفیت لوړونې د پروګرام هرکلی وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختیا غوښتنه وکړه.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته