امنیت

دهېواد په ختيځ کې د اتو پاکستاني ډاراچوونکو وژل کېدل

داسعدآباد ښار/ باختر/ د چنګاښ ١٦مه :
اته پاکستاني وسله وال ډاراچوونکي تېره شپه د هېواد په ختيځ کې په هوايي بريد           کې ووژل شول.
په دغو وسله والو ډاراچوونکو تېره شپه هغه وخت په سوکي ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو چې د يو لړ ډاراچوونکو برېدونو په سازمان ورکولو بوخت وو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته  وويل : په دې  هوايي بريد کې په وسله والو طالبانو پورې اړوند اته پاکستاني وسله وال ډاراچوونکي ووژل شول.
هغه وويل : دغه وسله وال ډاراچوونکي د يولړ برېدونو په طرحه کولوبوخت وو چې پرې بريد وشو. په دې هوايي بريدکې د وسله والو ډاراچوونکو پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړشول.                                                                                  پاى  ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته