کابل / دکب ١٠مه /باختر :
دکندز دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د سولې او پيوستون په نامه دنيالګيو ايښودلو کمپاين پيل کړ.
د باختراژانس د خبريال بريالي همنوا د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د مسوولينو په ګډون د سر دورې په تفريحي پارک کې جوړه شوې وه ، د کندز دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رييس عبدالهادي قرلق وويل چې د دغه پروګرام په بهير کې دکندز په کچه شپږ ويشت زره مېوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل کېږي .
هغه زياته کړه، دکندز په کچه په ٢٠٠٠ جريبه ځمکه کې مېوه لرونکي بڼونه جوړېږي چې اوس په ٧٤٠ جريبه ځمکه کې د مېوه لرونکو نيالګيو کېنول دوام لري.
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې دخپل ښار په سمسورتيا کې فعاله ونډه واخلي او د نيالګيو ايښودلو او ساتنې په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي .
په همدې حال کې دکندز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي وويل، چې په دې کمپاين کې بايد ټول خلک ونډه واخلي او د کندز هر اوسېدونکي بايد لږ تر لږه يونيالګى کېږدي اوساتنه يې وکړي.
هاخوا دکندز والي عبدالجبار نعيمي د دغه ولايت دکرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ، ښاروالۍ او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رياستونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې دتېرکال په پرتله په منظم پروګرام سره دنيالګيو ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي .
هغه دکندز له ديني عالمانو ښوونکو ، قومي مخورو څخه وغوښتل چې خلک دنيالګيو ساتنې ته وهڅوي .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل