کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دبادغيس ولايت دقلعه نو دښار دپوليسو دلومړۍ او دويمې حوزې دآمريت دودانيو دبنسټ ډيرې نن کيښودل شوې .
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان شرف الدين شرف باختر آژانس ته وويل :
دغه دوه ودانۍ ددغه ښار په دوو سيمو کې په دوو پوړونو کې د څلورسوه سلومترمربع ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي توګه جوړيږي.
دبادغيس امنيه قوماندان شرف الدين شرف وويل: په دغو دوو ودانيو کې څلرويشت خونې، دکنفرانس سالونونه او نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې دکورنيو چارو وزارت له بودجې څخه د شپږو مليونو افغانيو په لګښت په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل کيږي .
په هغو مراسمو کې چې د دغو تاسيساتو دکار دپيل کيدو له امله دبادغيس ولايت دامنيې قوماندان په مقر کې جوړ شوى و د دولتي ادارو رييسانو او دامنيې قوماندانۍ منسوبينو ګډون کړي وو.
0 1 دقیقه لوستل