سیاست

دافغانستان او ايران دکورنيو چارو وزيرانو له تروريزم سره په جدي مبارزې ټينګار وکړ

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
دکورنيو چارو وزير نن  له خپل ايراني سيال سره  له تروريزم   او دانسان له قاچاقو سره  دګډې مبارزې   او سرحدي همکاريو په باب خبرې اترې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو   دانسان او نشه يي توکو له قاچاقوسره په ګډه مبارزه  ددواړو هېواونو په پولو  دجدي  څارنې اوله تروريزم  سره دګډې مبارزې په باب خبرې  اترې وکړې.
د هېواد د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي  له تروريزم ،نشه يي توکو اود انسان له  قاچاقو سره  دګډې او هراړخيزې  مبارزې په لاره کې  دافغانستان  تياري وستايه  او زياته يې کړه :  چې له تروريزم سره په مبارزه کې د دواړو هېوادونو تعريف  يو شان دى  او دواړه هېوادونه له تروريزم سره په  جدي مبارزې  ژمن دي  او افغانستان په دې لاره کې  زياتو همکاريو  ته چمتو دى .
په همدې حال کې دايران  دکورنيو چارو وزير  رحماني فضلي  له تروريزم ، دنشه يي توکو او دانسان له قاچاقو سره  د مبارزې په لاره کې  دافغانستان ددولت دهمکاريو له امله قدرداني وکړه  او په ګډو پولو کې دجدي څارنې په برخه کې   دهمکاريو ددوام  په لاره کې دخپل هېواد  په  ژمنو ټينګار  وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته