کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
د ملي پوليسو ځواکونو پرون د هېواد په اوو ولايتونوکې د عملياتو په بهيرکې ٤٩ تنه ډار اچوونکي ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د هلمند، ننګرهار، قندهار، فراه، جوزجان، هرات او د فارياب د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ پنځه تنه ټپيان شپږکلاشينکوفونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ