امنیت

په تخار کې ديوه جومات ملا امام چې له طالبانو سره ملګرى و له خپلې ميرمنې او ماشومانو سره ووژل شو.

کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
په تخار ولايت کې ديو جومات ملا امام دهغو بمونو دچاودنو له امله چې په کور کې يې ساتل له خپلې ميرمنې او دريو ماشومانو سره ووژل شو.
په بهارک ولسوالۍ کې دغه پيښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې ددغه ملا امام په کورکې يو بم وچاوديد.
دتخار ولايت يوه سيمه ييز مسول دباختر آژانس خبريال ته وويل :په دې چاودنه کې ملا امام له خپلې ميرمنې او دريو ماشومانو سره ووژل شو.
دغه سيمه ييز مسوول وايي چې ملا امام له خپلې کور او جومات څخه په پټه د طالبانو دمرکز او دبمونو او ماينونو دجوړولو دفابريکې په توګه استفاده کوله.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته