ټولنه

له پنځوسو يتيمو او بې وزلو ماشومانو سره مرسته .

کابل باختر دوري  شپږمه :
څه ناڅه پنځوس تنه يتيم او بې وزلي ماشومان په هرات ولايت کې  دهدف بنسټ  د نغدي مرستو ترپوښښ لاندې ونيول شول .
دهرات ولايت  د کار او تولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو رييس عبدالقيوم افغان وايي چې دغه ماشومان تيرکال  دهرات  په بيلابيلو ولسواليو کې پيژندل شوي دي .
ده  دې ته په اشارې سره چې ماشومان  دټولنې  دراتلوونکي جوړونکي دي  ددغو مرستو شمير څلور سوه شپيته زره افغانې وبلل .
افغان وايي له هر ماشوم سره نهه زره سل افغانۍ  مرسته وشوه . او دغه مرستې تر هغه وخته پورې چې دغه ماشومان  دليسانس ترکچې پورې زده کړې وکړي دوام کوي .
  په همدې حال کې  خبريال  او دهدف دبنسټ استازي  ولي محمد حديد  څرګنده کړه چې په نوي کال کې  يوسلو پنځه اتيا تنه  نور بې وزلي او يتيم ماشومان هم دنغدي  او غير نغدي مرستو  ترپوښښ لاندې نيول کيږي .
  د هدف بنسټ  دهېواد په نولسو ولايتونوکې  له فقيرو، بې وزلو او يتيمو ماشومانو سره  دمرستې  په لاره کې  فعاليت کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته