امنیت

شل تنه ډاراچوونکي په غزني کې ووژل شول

غزني   باختر دوري دمياشتې ٨ نيټه :
شل تنه ډاراچوونکي پرون دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمدعارف ( نوري ) د باختر  آژانس خبريال  ته وويل ؛       دغه  وسله وال  ډاراچوونکي  د دغه ولايت  داندړو ولسوالۍ  په  خاني بابا ،        زړې اودليل کليوکې دچاڼيزوعملياتو اودملي اردو له منسوبانوسره په جګړو کې ووژل شول.
ده   زياته کړه  چې په  دې  جګړوکې ديارلس تنه  نور وسله وال  ډاراچوونکي       
ټپيان شوي دي او دهغوى  يو ډاټسون   ډوله  موټر ، يوه  داشکه  او يو موټر سايکل دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
ده  زياته کړه په دغو عملياتو کې  دملي اردو دوه تنه  سرتيري شهيدان  او درې تننه نور ټپيان  شول .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته