کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٤نيټه :
د رسنيو د کاري ډلې غونډه نن د باختر آژانس د رئيس خليل (مينوي) په مشرۍ جوړه شوه .
دغه کمېټه د اجرائيه ر ياست د فرهنګ او هنر د پرمختګ کمېټې تر رهبرى لاندې کار کوي .
د باختر آژانس د خبرله مخې: د غونډې په پيل کې خليل (مينوي) د دغې ډلې د لومړنۍ غونډې د وړاندې شويو پريکړو لنډيز وړاندې کړ او ټينګار يې وکړ د چې د نشراتي پاليسۍ په تدوين باندې دې تمرکز وشي .
د مينوي د څرګندونوله مخې: د وزيرانو شورا د فرهنګ او هنر اجرايي کمېټه د هېواد په کچه د نشراتي، فرهنګي او هنري فعاليتونو د چټکوالي په مقصد جوړه شوې ده.
وروسته د اجرائيه رياست سلاکار فقير ميوند د دغې ډلې د فرهنګي، هنري او نشراتي هدفونو د بېلابېلو برخو په اړوند رڼا واچوله. ده هم د رسانه يي او فرهنګي پاليسۍ په نشتوالي ګوته ونيوله .
په پاى کې د ډلې غړو د فرهنګي، هنري او نشراتي کاري کمېټې په بېلابېلو برخوکې خپل نظريات او وړانديزونه بيان کړل.
دغه کمېټه د رسنيو د پرمختګ، د فرهنګي ميراثونو د ساتنې، څارنې او په هېوادکې د فرهنګي خلاقيتونو په مقصد جوړه شوې ده.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل