نړۍ

دپوليسو په يو مرکز کې په يوې هندي ښځې ډله ييز تيرى

نوى  ډيلى فرانسپرس  باختردغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
دهند د اتراپراديش د ايالت  دپوليسو په يومرکز کې په يوې  هندي  ښځې   ډله
ييز تيرى وشو.
باخترآژانس دفرانسې دخبرې آژانس  له خولې خبر راکړ :   دغه ښځه د دوشنبې په شپه  دخپل ميړه دخلاصون لپاره دپوليسو مرکز ته  تللې وه  چې دپوليسو دڅلورو تنو افسرانوله خوا  ورباندې ډله ييز تيرى وشو. دغې ښځې ددغه تيري په باب خپل شکايت  ثبت کړى دى.
دې   د سي ان  ان   خبري  شبکې ته وويل :   کله مې چې  ونه شو کړاى دخپل ميړه    دخوشي  کولو په بدل  کې هغوي ته  بډې ورکړم    پر ما يې  ډله ييز تيرى  وکړ.
دهند صدراعظم نريندرامودي   له ټولو سياسي فعالينو څخه وغوښتل  چې دښځو دساتنې لپا ره دې  يوځاى کار  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته