سیاست

د خپلواکۍ سلمه کالیزه او د ملي ارزښتونو پیاوړي کول

کابل / باختر / د زمري ۲۶ مه
د باخترآژانس سیاسي مفسر لیکي:
په دغو ورځو کې که د کابل او د هېواد د نورو ښارونو سړکونو او واټونو ته سرښکاره کړو، نو هرلور ته د افغانستان ملي بیرغ هسک او رپاند وینو. همدارنګه د ودانیو پر دېوالونو ډول ډول ملي حماسي شعارونه د خلکو پام د ځان خواته وراړوي. موږ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درشل کې یو او دا هر څه د همدغې تاریخې ورځې په ویاړ برابرشوي دي.
له اوږدې مودې راهیسې دا لومړی ځل دی چې د خپلواکۍ ورځ په داسې پرتمینه او شانداره توګه نمانځل کېږي.
ښایي یو لامل به یې دا وي، چې دا کومه عادي کالیزه نه ده چې هر کال یې په یوه نه یوه بڼه یادونه کېږي، بلکې دا د خپلواکۍ سلمه کالیزه ده نو باید په خورا توده او پرتمینه توګه ونمانځل شي.سل کاله باید تېر شي چې بیا دغه راز کالیزه  راشي.
ولئ اړتیا ده چې موږ د خپلواکۍ سلمه کالیزه په داسې پرتمینه او شانداره توګه ونمانځو؟ ترهر څه وړاندې لکه پورته چې وویل شول دا سلمه کالیزه ده. موږ د بشپړې خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته سل کاله وهلې لارې ته کتنه کوو. دویمه دا چې موږ د خپلواکۍ د ګټوونکي غازي امان الله خان او ټولو هغو اتلانو چې یا د جګړې په ډګر کې او یاهم په نورو برخوکې یې د خپلواکۍ په بشپړولو او ساتلو کې ونډه لرلې ده، درناوی کوو، د هغوی حماسې او کارنامې یادوو، پروګرامونه یې ارزوو، بریاوې او ناکامۍ یې څېړو. درېيمه مهمه خبره دا ده چې د خپلواکۍ د کالیزې په نمانځلو سره موږ پر هغو ملي ارزښتونو ټینګار کوو، چې د اوسني او راتلونکو نسلونو د روزنې لپاره برخلیک ټاکونکی اهمیت لري. د خپلواکۍ ورځې په ګډون د هرې ملي ورځې د نمانځنې فلسفه دا ده  چې د خلکو او په تېره بیا د ځوانانو پام هغو ارزښتونو ته ورواړول شي چې له پېړیو پېړیو راهیسې زموږ په ټولنه کې رامنځ ته شوي دي، ریښې یې ځغلولي دي او د افغانانو په خټه کې اخکل شوي دي او زموږ د ملي هویت برخه ګڼل کېږي.
یو له دغو ملي ارزښتونو څخه د هېواد له آزادۍ او خپلواکۍ سره د افغانانو لیونۍ مینه ده. دا ارزښت دومره پیاوړی دی چې د ګڼو یرغلګرو ټولوهڅو، کوښښونو او خونړیو بریدونو او جګړو مات نه کړای شو، بلکې هر برید او یرغل دا ارزښت لاپسې پياوړی کړی دی. دویم ستر ارزښت د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ لپاره د افغانانو نه ماتېدونکی ملي هوډ دی. له بده مرغه زموږ دا ملي ارزښت د تپل شویو جګړو له امله تر یو بریده زیانمن شوی دی. ځیني ګڼي چې د افغانستان بیا آبادول او ودانول ګنې د بهرنیو مرستندویانو دنده ده. دغه ډول انګیرنه زموږ له ملي هوډ سره اړخ نه لګوي. که غازي امان الله خان خپلواکي غوښته، نو د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره یې غوښته. د هغه ستر ارمان دا و چې افغانستان له اقتصادي، کلتوري او فرهنګی پلوه وده او پرمختګ وکړي. که موږ نن د خپلواکۍ د کالیزې پر پرتمینې نمانځنې ټینګار کوو، نو موخه مو باید دا وي، چې د امان الله خان فکر او پروګرام د هېواد له اوسنیو شرایطو سره سم عملي کړو.
د هر هېواد د سیاسي سیستم یوه ستره دنده دا ده چې د اړوندې ټولنې د ملي ارزښتونو د رامنځ ته کولو او پياوړي کولو لپاره کار وکړي. په سیاسي سیستم کې د دولت درې ګونې قواوې، سیاسي  ګوندونه، سیاسي شخصیتونه او ټول هغه بنسټونه راځي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له سیاست سره سروکار لري. دا د سیاسي سیستم د ټولو ګډونوالو دنده ده چې د ملي ارزښتونو د پياوړي کولو لپاره کار وکړي. د خپلواکۍ د سلمې کالیزې نمانځنه ښه فرصت دی، چې باید ګټه ترې واخیستل شي او د ملي ارزښتونو د راژوندي کولو او پیاوړي کولو لپاره کار وشي، خو له دې سره جوخت دا هم باید ووایو چې د ملي ارزښتونو پیاوړي کول دوامدار کار ته اړتیا لري.
ن. ش.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته