کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د هرات د بريښنا شرکت د کارکوونکو د سپرلۍ په کاروان د وسله والو طالبانو
د بريد له امله د دغې ادارې د مرستيال په ګډون درې تنه ټپيان شول.
دغه پيښه پرون د هرات په يوه لويه لاره کې هغه وخت ونښته چې د طالبانو د ډلې وسله والوکسانو د دغو کارکوونکو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د هرات ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو د دغه بريدله امله د هرات د بريښنا شرکت مرستيال او دوه تنه کارکوونکي يې ټپيان شول.
ده وويل: د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى او د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
1 1 دقیقه لوستل