فرهنګ

د شيخ الاسلام کرخي تاريخي جومات ترميمېږي

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د شيخ الاسلام کرخي جامع جومات چې تاريخي لرغونتيا لري، ترميم کېږي.
د وروستيو کلونو په بهيرکې د پرله پسې اورښتونو له امله د دغه جومات ځينې برخې  نړېدلې دي.
دغه جامع جومات په تېرو کلونوکې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو مديريت له خوا ترميم او بيا رغاول شوى و.
اوس هم د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو مديريت مسوولين وايي چې د دغه جومات د ترميم لپاره چې د کرخ ولسوالۍ د خلکو د عبادت ځاى دى؛ د هغه بيارغاونې ته چمتووالى لري.
د هرات د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو لوى مدير زلمي صفا د دغه ټکي په بيان سره وايي چې دوى د دغه کار لپاره د هرات د حج او اوقافو رياست او د سيمې د خلکو د مرستې غوښتنه کړې ده، خو تراوسه کوم مثبت ځواب يې نه دې ترلاسه کړى.
د هرات د حج او اوقافو رياست هر کال د دغه جومات د ملکيتونو زيات عوايد راټولوي، خو تراوسه د هغه د ساتنې او څارنې لپاره هېڅ اقدام نه دى ترسره شوى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته