سیاست

دامريکا ددفاع وزارت مرستيال له محمد کريم خليلي سره وکتل

کابل باختر د لړم اتمه
دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت  مرستيال نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل او په بيلابيلو  برخو او په تيره بيا دامنيتي مسئلو په برخه کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دپياوړتيا او دهمکاريو دڅرنګوالې په باب خبري وکړي .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ په دې کتنه کې  دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت مرستيال جيمز ميلر په بيلابيلو برخو په تيره بيا دافغان امنيتي ځواکونو له خوا دامنيتي مسووليتونو په ترلاسه کولو کې دافغانستان پرمختګونه ديادونې وړ وبلل .
ده له  ٢٠١٤ کال  وروسته  له افغانستان سره دمرستي لپاره دشيکاګو او توکېو په کنفرانسونوکې دنړيوالې ټولنې  ژمنې ته په اشاري سره له  ٢٠١٤ کال وروسته  په بيلابيلو  برخو کې دافغانستان له خلکو او دولت سره دمرستي لپاره دخپل متبوع دولت په اوږدمهالې او هراړخيزي ژمنې  باندې ټينګار وکړ .
  جيمز ميلر دغه راز دافغانستان دسياسي  او اقتصادي  شرايطو په ښه والې کې دښې حکومتوالې جوړول مهم وبلل او په ٢٠١٤ کال کې يې دازادو او شفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره خپل بشپړ  ملاتړ څرګند کړ .
  په دې کتنه کې چې په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفير او دغه راز ددغه هيواد ددفاع وزارت يو شمير نورو مقاماتو هم برخه لرله ، دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دشيکاګو او توکېو په کنفرانسونوکې دنړيوالې ټولنې او دامريکا دمتحده ايالاتو ژمنې دافغانستان دخلکو دهيلو سبب وبللي او څرګنده يې کړه چې په نوي  فصل کې دافغانستان دخلکو او دولت ماته او برياليتوب دنړيوالي ټولني ماتي او برياليتوب هم دي .
دجمهور رييس مرستيال دغې موضوع ته په اشاري سره  چې دافغانستان دولت اوخلک لاتراوسه پوري هم له تروريزم او ډار اچونې سره په جګړه کې دي او تروريزم هم دافغانستان له خلکو او هم له نړيوالې ټولنې څخه زياتي قرباني اخستي دي .
دګټورو چلندونو دکارولو له لاري يې په افغانستان کې دسولې او ثبات په تامينولو باندې ټينګار وکړ .
ده ٢٠١٤ کال  دافغانستان خلکوته مهم وباله او څرګنده يې کړه چې دامنيتي مسووليتونو داخستلو او هم دشفافو او دموکراتيکو انتخاباتو دترسره کولو لپاره دافغانستان دخلکو  او دولت اراده او عزم جدي او غوځ دي .
  دجمهور رييس مرستيال دغه راز دښې حکومتوالې جوړول دافغانستان دخلکو يوه اساسي غوښتنه وبلله او په دې لاره کې يې دلايقو او غوره سيمه ئيزو مسوولينو ټاکل او خلکو ته دعمومي خدمتونو پراختيا مهمه وبلله .
په دې کتنه کې دغه راز دواړو لورو ددوه اړخيز  امنيتي تړون دخبرو دکار دپيل له امله خوښي څرګنده کړه اوهم يې دامنيتي مسووليتونو دمنلو اوهم دهغو لارو دله منځه وړلو لپاره دافغانستان دامنيتي ځواکونوپه پياوړتيا ، سمبالولو او بشپړولو باندې ټينګار کړ چې له دي لاري تروريستان  دافغانستان په امنيتي  ځواکونوکې نفوذ پيداکوي  او دافغان ځواکونو او دنړيوالو پوځونو دوژل کېدو سبب کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته