ټولنه

د ډاډ ګیرنې پيغام

کابل_باختر_ د سلواغې د مياشتې٤مه:
د جهاد د ډګر د اتل مرحوم ډګرجنرال امان الله خوږمن د مړينې په اړه دافغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیرمحمدخان د خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د جهاد يو تکړه مجاهد او د حزب اسلامي افغانستان نامتو قوماندان ډګرجنرال امان الله خوږمن د ورپيښې ناروغۍ له امله له هیواد څخه بهر د هجرت په دیارکې له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انا لله و انااليه راجعون
ارواښاد ډګرجنرال امان الله خوږمن چې د جهاد په دوران کې ډير مبارز، سنګردار او د هیواد په مختلفو جبهاتو په تېره بیا د میدان وردګو په ولایت کې د تيري کوونکو پرخلاف ډیره ښه مبارزه وکړه ، د ده خدمتونه د قدر وړ دي او مړينه يې د جهاد سترې کورنۍ په تیره بیا د میدان ورد ګو ولایت مجاهدینوته يوه ستره ضايعه ده چې تشه يې هیڅوک نه شي ډک کولای.
د خپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږي مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د حزب اسلامي افغانستان ټولو مجاهدینو او د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس او خلکو ته څرګندوم او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته