امنیت

دکورنيو چارو وزارت به په راتلونکې کال کې دلويديځې حوزې د ولايتونو دپوليسو په تشکيلاتو کې زياتوالې راوړي .

 

دکورنيو چارو وزارت دتشکيلاتو رييس پاسوال اکرام الدين ياور چې ديو هيئت په مشرۍ دهرات ولايت ته رسيدلي دي؛ د ٦٠٦انصار زون دقوماندانۍ له مرستيال سمونوال توريالي عبدياني سره په کتنه کې ددغه ټکې په بيانولو سره وويل: دکورنيو چارو وزارت په راتلونکې کال کې ددغې حوزې د اړتياو په پام کې نيولو سره، دامنيتي پروګرامونو دپياوړتيا په خاطر به ددغو ځواکونو تشکيلات زيات کړي .

 ده هرات ته دخپل سفر هدف په دغې حوزې کې دپوليسو دتشکيلاتي حالت څيړنه وبلله .

 دغه راز د زون مرستيال هم دپوليسو دتشکيلاتو زياتوالې ددغې حوزې  په کچه له مهمو اړتياو څخه وبلل .

 پاسوال  ياور دغه راز د ٦٠٦ انصار زون د استخباراتو مديريت دبېلابېلو برخو دکتنې په ترڅ کې دهغوى فعاليتونه هم وڅېړل .

 ددغې کتنې په بهير کې دپوليسو يو شمېر منسوبينو ته چې د دندو په ترسره کولو کې يې وړتيا ښودلې ده؛ دکورنيو چارو وزارت ستاين ليکونه ورکړل شول.

 ديو بل خبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت دتشکيلاتو رييس دهرات ولايت له امنيه قوماندان سره په کتنه کې په نږدې راتلونکې کې دهرات دپوليسو دتشکيلاتي ستونزو دلرې کولو خبر ورکړ . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته