امنیت

د دوو تنو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د پوليسو د ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
دقندهار د والي ويندوى دواخان مينه پال د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هغو عملياتوکې چې د امنيتي ځواکونو له خوا د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان د دغې  ولسوالۍ په پاشمول ساحه کې ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خبرځاى زياته کړه: امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې د پنجوايي ولسوالۍ ځينې سيمې چې د طالبانو له خوا ماينونه پکې ښخ کړى شوي دي؛ پاکې کړي او د سيمې د خلکو د تګ راتګ لپاره زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته