امنیت

د ملي اردو ۱۷ تنه سرتیري په بدخشان کې شهیدان شول

کابل باخترداغبرګولي ۲۹
په بدخشان ولایت کې تېره شپه په يوې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو د برید له امله د ملي اردو ۱۷ تنه سرتیري شهیدان شول .
د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري د باخترآژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ د شخ ولول په سیمه کې په امنیتي پوستې برید وکړ چې له امله یې د ملي اردو ۱۷ تنه سرتیري شهیدان شول او د ټپیانو دقیق شمېر تر اوسه پورې معلوم نه دی .
ده وویل چې اوس امنیتي پوسته له ټولو تجهیزاتو سره یې د طالبانو ترکنترول لاندې ده.
ده دغه راز څرګنده کړه چې په دې جګړه کې د څوبهرنیانو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د اوپراسیون آمر سمونوال امام علي عزیزي د جرم ولسوالۍ د شخ ولول د سیمې په پوستې برید تایید کړ، خو د زیاتو معلوماتو او د زیانونو د دقیق شمېر په باب څه ونه ویل.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته