سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
په سيمه کې اوسني شرايط  او حالات له پاکستان څخه غواړي چې په خپلو کړنو کې رښتيني او له ډار اچونې  سره  دمبارزې  په باب دنړيوالې  ادارې په نسبت ښه همکار واوسي .
دباختراژانس مفسر ليکي : په دې وروستيو وختو کې دامريکا دکانګرس دبهرنيو اړيکو کميټې دامريکا ، افغانستان او سيمې په وړاندې دپاکستان دسياستونو دڅيړنې لپاره ځانګړې غونډه جوړه کړه .
دامريکا دکانګرس دبهرنيو اړيکو له هغه وروسته يوې داسې غونډې ته رايه ورکړه چې دامريکا دکانګرس يوشمير سناتورانو او استازو په وار وار له ډار اچوونې سره دمبارزې په وړاندې دپاکستان کړنې تر پوښتنې  لاندې نيولي دي او له پاکستان سره يې دمالي او وسلو دمرستو دبندولو او آن ددغه هېواد دسياسي  ملاتړدبندولو غوښتنه کړې ده .
دوى ټينګار کوي چې پاکستان له ډار اچوونې سره دمبارزې ادعاکوي  خو له ډار اچوونکو سره کوم کار نه لري ددغه هېواد اردواو اطلاعاتي سازمانونه له تروريستانو سره اړيکې لري  برخلاف په سيمه کې دامريکا دپروګرامونو په وړاندې  پروګرام  جوړوي او دافغانستان دکمزورتيا په لټه کې دى په داسې حال کې  چې  امريکا په افغانستان کې پوځي شتون لري او ددغه هېواد دولت په سيمه کې دامريکا متحد دى . دامريکا هغه سناتوران ، دکانګرس استازي اوسياستوال چې ددغه شان يوې غونډې دجوړولو لپاره يې لاسليک وکړ اوجوړول  يې حتمي وبلل وايي چې له پاکستان سره دامريکا دمالي او اقتصادي  مرستو دوام دتوجيه وړ نه دى ځکه دغه هېواد بلوڅ  ازادي غوښتوونکي وژني ، دهند په وړاندې دبنسټپالو او تروريستانو ملاتړ کوي په سيمه او اسلامي نړۍ کې دامريکا او دهغې دمتحدينو پرخلاف دمبارزې انګيزه ترويجوي او دافغانستان دحکومت دراپرځولو لپاره چې ددغه هېواد دخلکو منتخب استازي  دى ، پروګرام جوړوي او له نړيوالو ګټو سره په مقابله کې  کړنې چې هماغه د ډار اچونې او بنسټپالنې  پرخلاف مبارزه ده ، دريدلى دى او دهند او افغانستان پرخلاف په نيابتي جګړه کې او په سيمه کې دامريکايي ځواکونو په وړاندې له تروريستي ډلو څخه استفاده کوي .
دامريکا دکانګرس  دبهرنيو اړيکو دکميټې استماعيه  غوڼدې  او ددغې غونډې دبرخه والو څرګندونو په پاکستان کې  يولړ غبرګونونه راوپارول .
دپاکستان دصدراعظم نوازشريف ځانګړي سلاکار سرتاج عزيز ويلي دي هغه کسان چې په دې غونډه کې راټول شول او  دپاکستان پرخلاف يې خبرې وکړې دافغانستان او هند ګوډاګيان دي او ددغو دواړو هېوادونو دګټو لپاره کار کوي په داسې حال کې چې پاکستان دتروريزم قرباني دى .
سرتاج عزيز له امريکا څخه غوښتي دي چې دانتقاد اونيوکې  پرځاى دې دهمکارۍ لاره غوره کړي او پاکستان همکارۍ ته چمتو دى .
افغان سياسي  کار پوهان وايي چې دپاکستان او امريکا اړيکې په وروستيو مياشتو کې ترينګلى شوي دي او يواځې دامريکا دکانګرس دبهرنيو اړيکو وروستۍ  غونډه نه ده چې ددغه شان اړيکو له شتون څخه پرده پورته کوي . امريکا پخوا له پاکستان سره خپلې مالي مرستې او دجنګي الوتکو پلورنې ځنډولي دي او دپاکستان په پته جګپوړي  امريکايي مقامات څرګندې  خبرې لري او غواړي چې دغه هېواد په خپلې همکارۍ کې  رښتيني واوسي .
ددغو کارپوهانو په باور دامريکا دجګپوړو مقاماتو او دکانګرس  دسناتورانو او استازو وروستۍ څرګندونې په حقيقت کې دافغان مقاماتو په خبرو دتاييد مهر لګول دي .
افغان مقاماتو په تيرو څوارلسوکلونو کې په وار وار ټينګار کاوه چې پاکستان په خپلو ژمنو ، خبرو او کړنو کې رښتيني نه دى او په افغانستان کې دټولو ډار اچوونکو فعاليتونو عامل دى او په دغه هېواد کې دزرګونو تنو افغانانو او دبهرنيو هيوادونو دلسګونو تنو پوځيانو دوژنې عامل دى .
خو دغه  خبرې کمې واوريدلې شوې او اوس په خپله امريکايان په واقعيتونو پوه شوي دي او غواړي چې له پاکستان سره حساب تصفيه کړي هغه څه چې دامريکا دکانګرس سناتوران او استازي وايي دهغو اوسنيو واقعيتونو ډيره کوچنى برخه ده چې پاکستان بايد غاړه ورته کيږدي او ومني چې دنړيوالواو دډله ئيزو ګټو برعکس دى . 
ښه به وي چې پاکستاني مقامات داوتو بوتو پرځاى واقعيتونه ومني او له افراطي ډلو،  تند لارو او مذهبي سازمانونو او له تروريستي ډلو سره له ملاتړ څخه لاس واخلي او دوسيلې په توګه له دغو ډلو څخه استفاده پاى ته روسوي له دې پرته به  ددغه هېواد برخليک دشمالي کوريا او دمعمر القذافي  په دوران کې دلبنان له برخليک سره مخامخ شي او دغه هېواد به تجريد ته له غاړې ايښودو پرته بله لاره ونه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته