امنیت

په نکې کې څلور وسله وال ووژل شول

ښرنه باختر د مرغومې ۳ مه
د پکتيکا ولایت په نکې ولسوالۍ کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپیان شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره شپه ګډو افغان ځواکونو په نکې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې اوو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۳ تندر لوا پلی لوا قوماندان جنرال رحم دل د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وویل چې په نکې ولسوالۍ کې  د وسله والو د ځپلو په موخه د تندر ۱۹ په نامه چاڼيز عملیات پيل شوي دي.
دى زیاتوي چې په پیل شويو عملیاتو کې د ملي اردو يو سرتيری هم ټپي شوى دی چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دی.

دسيمې یو تن اوسېدونکی هم د دغې ولسوالۍ په تور کلي کې امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دنښتې پخلی کوي خو داوښتې زيان په اړه څه نه وايي.پای/وصال
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته