نړۍ

په مصرکې يوسلو پنځوس تنه ووژل شول .

کابل باخترد زمري  پنځمه :
دمصرامنيتي ځواکونو او د مرسي د مخالفينو ترمنځ  د ډزو له امله يوسلو پنځوس تنه ووژل شول .
  دباخترآژانس دخبر له مخې: دمصر امنيتي ځواکونواو دګوښه کړى شوى جمهور رييس مخالفينو د قاهري ښار په رابعه غدوي خيابان کې نن سهار د مرسي په ملاتړو ډزې وکړې.
دعاجلو روغتونونو د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: په دغو نښتوکې څه دپاسه يوسلو پنځوس تنه ووژل شول او نږدې پنځه زره تنه نورټپيان شول .
خو دولتي مقاماتو د وژل شويوکسانو شمېر نهه ويشت تنه اعلام کړى دى.
د مظاهره کوونکو دغه وژنې د بهرنيو هيوادونو له خوا غندل شوې دي او د هغو دعاملانو دمحاکمې غوښتنه يې کړې ده .
  له بلې خوا د سکندريې په ښارکې د قادر ابراهيم د جومات په لمونځ کوونکو دمصر د امنيتي ځواکونو او د مرسي دمخالفينو د بريد له امله لس تنه ووژل شول او دوه سوه پنځوس تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته