سیاست

ډآکتر عبدالله عبدالله : هغه هېوادونه چې دتروريستي ډلو ترمنځ توپير کوي يوه بشپړه تيروتنه ده .

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله يوځل بيا ټينګار کړى دى دالقاعده داعش او طالبانو ترمنځ چې له ډار اچوونکوبريدونو څخه کار اخلي  کوم توپير نشته او دښه تروريست او بد تروريست  ترمنځ کوم توپير شتون نه لري .
  دباختراژانس خبريال  خبر راکړ. دهېواد اجراييه رييس دافغانستان او منځني اسيا دخبرو په نړيوال کنفرانس کې چې په باميانو ښار کې جوړ شوي و وويل دغه هېواد په تيرو شپاړلسو کلونوکې زياتې هلې ځلې وکړې او له خنډونو سره هم مخامخ شوى دى .
ځکه افغانستان د ډار اچوونکو بريدونو قرباني دى چې له ډار اچوونکو او له تروريستي شبکو سره په مبارزه کې يوه زياته برخه يې دافغانستان  دخلکو په اوږو ايښودل شوى دى په دغو ډار اچوونکو ډلو کې د سيمې په کچه کسان شامل دي .
دهېواد اجراييه رييس له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې دسيمه ئيزو همکاريو په باب وويل  همکارى په ځينو ځايو کې کمې دي په ځينو ځايونوکې شتون نه لري او په ځينو ځايونوکې هم له بده مرغه  د ډار اچوونکو ډلو ملاتړ کيږي اوهم په ځينو هېوادونو کې چې دتروريستي ډلو ترمنځ توپير کوي دا يوه بشپړه تيروتنه ده .
لکه څنګه چې هېوادونو دخپلو تيرو تيروتنو بيه ورکړې ده او ددغې سيمې خلکو هم بيه ورکړې ده او ددغې تيروتنې  بيه هم ډيره پراخه ده .
دهېواد اجراييه رييس په ډاګه کړه چې دطالبانو ډله دالقاعده شبکه داعش او نورې ډار اچوونکې ډلې ښه اوبد نه لري او ټولې دخلکو دښمنانې دي .
داپه داسې حال کې ده چې په وروستيو کلونوکې دطالبانوله ډلې سره دروسيې  او ايران دملاتړ په باب  ځينې رپوټونه خپاره شوي دي ځکه په دغو هېوادونو دپاکستان تر څنګ له ډار اچوونکو ډلو سره دملاتړ لپاره سختې نيوکې شوي دي خو ددغو هېوادونومقاماتو دغه موضوع تل ردکړې ده خو ډار اچوونکو ډلو نه يواځې افغانستان بلکې  ګاونډي او دسيمې او نړۍ هېوادونه هم له ناامنيو سره مخامخ کړي دي ځکه په تروريستپالو  او د ډار اچونې په ملاتړو  هېوادونوکې وروستي پيښې ددې څرګندوى دى چې تروريزم پوله ، قوم ، مذهب ،ژبه او ملت نه پيژندني  او هلې ځلې کوي چې دسيمې اونړۍ خلک په وينو او خاورو ولړي  اولت پت يې کړي او د ډار اچوونکو ډلو دغه عملونه  او پروګرامونه دسيمې اونړۍ خلکو ته په ډاګه او په څرګند ډول ښيي چې تروريزم ښه او بد نه لري . او ټولې  تروريستي ډلې خطرناکې او دنړۍ ټولو هېوادونو ته يوستر ګواښ دى .
داپه داسې حال کې ده يوشمير هېوادونه د ډار اچوونکو ډلو دګواښونوله پلوه  زيانمنوونکي دي او دښه اوبد تروريست ترمنځ توپيرنه کوي خو اوس دسيمې ځينې هېوادونه د ډار اچوونکو ډلو دهغوى دناوړو  موخو په خاطر مالي او پوځي ملاتړ کوي خو تر هغه وخته پورې چې په سيمه کې له ډار اچوونکو ډلو سره دغه شان ملاتړ شتون ولري تروريزم به دخپلو ملاتړو له پراخو مرستو څخه په ګټې اخستنې سره شتون ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته