امنیت

دوه تنه ماين ايښودونکي ووژل شول.

کابل  باختردلړم دمياشتې ٧ :
دارزګان ولايت دپوليسو مقاماتو تائيد کړه چې دوه تنه ماين ايښودونکي نن سهار ددغه ولايت مرکز ترينکوټ ښارته څيرمه ووژل شول.
دباخترا ژانس دخبرله مخې :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې دغه پيښه نن سهار دپنځوبجو په شاوخوا کې ترينکوټ ښارته څيرمه دګرم آب په سيمه کې  هغه وخت وشوه چې دوو تنو وسله والو مخالفينو غوښتل دامنيتي ځواکونو دوسايطو دتګ راتګ په لاره کې يو ماين ځاى پرځاى کړي   چې ماين دايښودلو په وخت کې وچاوديد او  دواړه يې ووژل  .
دوژل شويو کسانو دهويت دتثبيت په مقصد دپوليسو څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته