روغتیا

د عامې روغتيا او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرانو د ځانمرګى بريد د ټپيانو پوښتنه وکړه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو د وزيرې سلامت عظيمي نن د وزير محمد اکبر خان او د ايمرجنسي په روغتونوکې د حامدکرزي د نړيوالې هوايي ډګر د ځانمرګى بريد د ټپيانو د احوالو پوښتنه وکړه .
د عامې روغتيا وزارت وياند باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې پيښه کې ٤ تنه شهيدان او ٢١ تنه نور ټپيان شوي دي.
په ټپيانوکې يو شمېر ماشومان او ښځې هم شاملې دي چې د دوى روغتيايي حالت د موظفو ډاکترانو له خوا مخ په ښه والي بلل شوى دى.
دغه راز د عامې روغتيا وزير د کتنې په وخت کې د روغتونونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د ټپيانو د ښې درملنې لپاره دې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
دغه راز له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو وزيرې سلامت عظيمي د دغې پيښې له ټپيانو سره نغدي مرسته وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته