فرهنګ

د ” فراموشم مکن” شعري ټولګه پرانيستل شوه

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د هېواد د ځوانې شاعرې آرزو يونس اثر " فراموشم مکن" شعري ټولګه نن په کابل کې پرانيستل شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه شعري ټولګه په ٣٢ مخونوکې د ١٠٠٠ ټوکو په تيراژ چاپ شوې ده .
په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري، د فرهنګي بنسټونو د يوشمېر مسوولينو، مدنې ټولنې او د فرهنګي شخصيتونو په شتون د دغه وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې يوه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې لومړى آرزو يونس د خپل شعري ټولګې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ماشومتوب له دوران څخه له هېواد څخه بهر ته تللې ده او ژبه او ليکل يې  له خپلې مور څخه زده کړي دي او له ٢٠ کلونو څخه وروسته هېواد ته راغلې ده.
هغې وويل: د برياليو انسانانو ژوند له درد او کړاو څخه خالي نه دى او بايد تل هڅه وکړو او په ځان ډډه ولګو او باور ولرو چې هېڅکله به ناکام نه شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري، د آرزو يونس د هڅو او هاند په ستاينې سره وويل چې دغه شعري ټولګه له څو اړخونو ارزښتناکه ده، يوه دا چې د ليکلوال فکري او ذهني استعداد د نورو له مرستې پرته دى او له بله پلوه يوې زړورې افغان نجلۍ د غربت په ټاټوبې کې هڅه کړې ده او اثر يې ليکلي دى.
پوهاند باوري دغې ځوانې شاعرې ته د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد هم د آرزو يونس د شعري ټولګې او شعرونو په اړه معلومات ورکړل او د هغې کړنې يې وستايلې.
په همدې ترتيب د "خط – سه" سازمان مسوول نجيب الله وردګ په خبروکې د آرزو يونس له فرهنګي فعاليتونو څخه قدرداني وکړه.
دغه راز د هېواد انځورګرانو ډاکټر يوسف آصفي او زهرې جلال د خپلې انځورګرۍ  يوه تابلو آرزو يونس ته ډالۍ کړه.
د غونډې په بهيرکې ممثلانو تمثيلي پارچه او تواب جاوېد سندريزه پارچه اجرا کړه.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته