امنیت

په غزنې کې د خونړي بريد مخه ونيول شوه

کابل باختر د وري اتلسمه :
په چاوديدونکو توکو بار موټر هدف ته له رسيدو مخکې  دغزني ولايت  په قره باغ ولسوالۍ کې  له منځه يوړل شو .
  د غزني د والي وياند  محمد عارف نوري  باختراژانس ته وويل په چاوديدونکو تو کو بار د ډار اچوونکو يو سراچه ډوله موټر چې د تروريستي بريد په مقصد  دقره باغ ولسوالۍ  دمرکز په لور روان و ،  د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ دپادشاه ګو او جيلم  دکليو ترمنځ  سيمه کې پرې هوايي بريد وشو چې له  ځانمرګي  بريدکوونکي سره  يوځاى له منځه يوړل شو .
  ديوبل خبرله مخې ،  دغزني ښار  د دويمې امنيتي حوزې  يوسرتېرى د وسله والو مخالفينو له خوا شهيد کړى شو او يوبل سرتيرى  ټپى شو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته