اقتصاد

په لوګرکې د شپږو پنځوسو ميليونو افغانيو په لګښت د پوهنې پروژې دوام لري

پل علم باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه  :
په لوګر ولايت کې د پوهنې په برخه کې د ديرشو ساختماني پروژو کار دوام لري.
د لوګر د پوهنې د رياست وياندشاهپور عرب د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دغو پروژوکې د لوګر ولايت په مرکزکې د دريو تدريسي ودانيو جوړول او د اووه ديرشو ښوونځيو، دارالمعلمينو او د کرنې د انستيتوت د ودانيو  د ترميمولو کار شامل دى چې د څه ناڅه شپږ پنځوسو ميليونو افغانيو په لګښت د پوهنې وزارت له بودجې څخه کار يې دوام لري.
خبرځاى زياته کړه چې د دغو پروژو د کار په بشپړيدو سره د نجونو او هلکانو په ګډون پنځه ديرشو زرو تنو زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابريږي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته