ورزش

د جوجتسو انتخاباتي سيالۍ ترسره کيږي

کابل باختر د تلې پنځلسمه :
د جوجتسو د رزمي ورزش د ملي ټيم د انتخاباتي سياليو اووم پړاو په کابل کې پيليږي.
د بدني روزنې او سپورت رياست د جوجستو فدراسيون رييس محمدفهيم فدايي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د راتلوونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د بدني روزنې او سپورت په جمنازيوم کې ترسره کيږي او شپږ ورځې دوام مومي.
د فدايي د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ په درې سبکونونه ترسره کيږي او پکې د مرکز او ولايتونو او په ايران کې ميشت افغان ورزشکاران ګدون کوي .
ده زياته کړه: د دغو سياليو په پاى کې به د دغې څانګې په دريو سبکونوکې ١٢٠ تنه غوره ورزشکاران د ملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته