امنیت

دنشه يي توکو څلور تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٧ :
دنيمروز ولايت پوليسو څلور تنه  دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره  ليکلى دى چې دغه څلور تنه له يوسلو درې شپيتو کيلوګرامو اپينو او له اته ويشتو کيلوګرامو هيروئينوسره دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې ونيول شول . دوى دغه نشه يي توکي په دوو سراچه موټرونوکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې بهر ته يې وليږدوي .
دنشه يي توکو قاچاق وړونکي  زياتره دنيمروز له پولې څخه ايران ته دنشه يي توکو دقاچاقو په خاطر استفاده کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته