امنیت

په غوربندکې د الماس- ١٢ عمليات دوام لري

کابلباختردعقرب ٤
امنيتي ځواکونو د پروان دغوربند په اړوندو ساحوکې خپلو تصفيوي عملياتو ته دوام ورکوي اودغه عمليات له پروګرام سره سم دپراختيا په حال کې دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د الماس-١٢ عمليات چې پنځه ورځې مخکې د پروان ولايت د غوربند په اړوندو ساحوکې پيل شوي؛ دغه راز دوام لري اوددغو سيمو پراخې برخې د طالبانو له شتون څخه تصفيې شوې دي.
د الماس- ١٢ په نامه دامنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات دملي اردو په مشرۍ له هغه وروسته پيل شوچې وسله والو مخالفينو دپروان-باميانو د لويې لارې په ناامن کولو سره دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ وتړله او له يو ولايت څخه بل ولايت ته زموږ د هيوادوالو دتګ راتګ مخه يې ونيوله.
دسيلاب قول اردو دعامه چارو مسوول محمدنعمان هاتفي باخترآژانس ته وويل چې عمليات د پروګرام له مخې دپراختيا په حال کې دي او ددغو عملياتو په پنځمه ورځ دشينواري ولسوالۍ اودسياګردولسوالۍ اړونده سيمې په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي ،يوشمير وسله وال مخالفين وژل شوي دي اونور يې تښتيدلي دي چې امنيتي ځواکونو د هغوى تعقيبولو ته دوام ورکوي.
هاتفي وويل:امنيتي ځواکونه په هغوسيموکې چې تصفيه شوې دي؛ داستحکاماتو اود امنيتي پوستو په جوړولو لاس پورې کړى چې په را تلونکي کې ددغو سيمو په وړا ندې هر راز امنيتي ګواښ لږ کړي.
ډګروال هاتفي په ځينو رسنيو تورولګاوه چې په غوربندکې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په باب دتحريف شويو خبرونو په خپرولو سره لاس پورې کوي. په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه له دې جملې څخه دسيلاب قول اردو منسوبين چې دعملياتو مشري په غاړه لري؛ دهر راز خطر په منلو سره هلې ځلي کوي چې ثبات په دغه سيمه کې ټينګ ګړي او د پروان _ باميانو په لويه لاره کې د وسايطو دتګ راتګ لپاره آرامه زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته