امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين په قندهار کې ووژل شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
دوه تنه وسله وال مخالفين پرون په قندهار ولايت کې  دملي اردو دځواکونودچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي   دفتر باخترآژانس ته   خبر   ورکړ :
دوه تنه وسله وال مخالفين د قندهار ولايت د  ژيړۍ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې
دملي اردو د  ځواکونو په  عملياتو کې ووژل شول   په دغو عملياتو کې يوه اندازه
وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي  دي .
ديوبل خبرله مخې :
پنځه تنه وسله وال طالبان کله چې يې غوښتل دوسايطو ضديو ماين دميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ځاى پرځاى کړي ، ماين پردوي   وچاوديد او پنځه واړه ماين ښخوونکي   ووژل شول.
په يوه بله ورته پيښه کې  درې تنه ماين ښخوونکي د قندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ په مر بوطاتو کې  کله چې يې غوښتل  دوسايطو ضد يو ماين ښخ کړي ماين پر دوي وچاوديد او  ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته