کابل باختردزمري دمياشتې ١٢ :
دبدخشان ولايت پوليسو پرون دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه مشهور قوماندانان ونيول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيدعبدالقدير صياد دباختر
آژانس خبريال ته وويل: د بدخشان ولايت د کوفاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: نيول شوي کسان د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د کوفاب ولسوالۍ ته نومول شوى ولسوال ملاعبدالباعث او د دغې ولسوالۍ نومول شوى امنيه قوماندان مولوي خيرالله دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ