امنیت

په زابل او فراه کې د طالبانو پر سنګرونو هوايي بريدونه

کابل/ د تلې٢٠مه/باختر
د فراه د خاک سفيد لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال نن سهار د افغان هوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د فراه ولايت د فرارود ولسوالۍ په مربوطاتوکې د تروريستانو د سپرلۍ پر موټر د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې د فراه د خاک سفيد لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال په حاجي مجيد مشهور مولوي باري جان د شاه ولي په نامه د نشه يي توکو له يو تن قاچاق وړونکي سره ووژل شو.
مولوي باري په فراه کې د طالبانو له مهمو او کليدي افرادو څخه و.
د يو بل خبرله مخې:
څلور وسله وال طالبان نن سهار د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د افغان هوايي  ځواکونو په بريدکې ووژل شول.
د هېواد هوايي ځواکونو نن سهار د زابل د قلات ښار د بازار په جنوب کې د وسله والو طالبانو پر پټنځي  بريد وکړ چې په پايله کې څلور طالبان ووژل شول او څلور نور يې ټپيان شول.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته