کابل باختر د لړم پنځمه :
په پروان ولايت کې امنيتي مقامات وايي چې په بګرام ولايت کې تېره شپه په بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو، خو د سر زيان يې نه دى اړولى .
د پروان د والي وياند وحيد صديقي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې ځانمرګي يرغلګر د يوه کرولا موټر په واسطه ځان په بګرام ولسوالۍ کې د ناتو د ځواکونو د کاروان له کتار سره ټکر کړ چې په دې پيښه کې د ناتو د ځواکونو يو ټانګ ويجاړ شو؛ خو دوى ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ