دميمنې ښار/ باختر/ دغبرګولي دمياشتې١٦نيټۀ :
د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې تيره شپه د پوځيانو په ځانګړوعملياتو کې دوسله والو طالبانو له بند څخه ٨٣ تنه آزاد شول .
د ٢٠٩شاهين قول اردو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو افرادو کې پوځيان او ملکي وګړي شامل دي .
دغه کسان د ځانګړو عملياتو په بهيرکې چې ددغه ولايت ن دقيصار ولسوالۍ په بازار شاخ سيمه کې ترسره شول آزاد شول.
ده وويل د ازاد شويو کسانو په منځ کې ٣١تنه پوځيان او دوسله والو طالبانو يوشمير ناراضي کسان هم ليدل کيږي .
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور تپيان شول. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ