ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې خبرتيا
د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه دغې ادارې ته د خلکو د را رسيدلو شکايتونو له مخې د دولتي او غير دولتي ادارو د کثافاتو يو شمېر شخصي ټانکرونه او قرار داديان خپل کثافات د قلعه زمانخان او د قلعه وزيرچاڼ خونو ته ليږدوي او هغه دکابل په سيند او يا هم کورونو او د استوګنې سيموته څېرمه تشوي.
له دې امله د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ملي اداره د کثافاتو د ټانکرونو له چلوونکو او خاوندانو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې د دوى دغه اقدام د ژوندانه د چاپيريال د قانون او په ښارکې د استوګنې د فرهنګ پرخلاف دى او د هوا په تودوخې سره په ډول ډول نارغيو د ښاريانو د اخته کيدو سبب کيږي.
که چيرې د شخصي ټانکرونو د چلوونکو او د هغو دولتي قرار داديانو چې د کابل په سيند او د استوګنې په سيمو کې د کثافاتو په تشولو اقدام کوي؛ هويت يې د امنيتي ارګانونو او د دغې ادارې د ژوندانه د چاپيريال د پلوټوونکو له خوا وپيژندل شي؛ له سرغړونکو سره قانوني چلند کيږي او د هيواد عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته