سیاست

جمهو رئیس غني پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد

کابلباختر د غويي د مياشتې٢١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان په رسمي بلنه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري نن سهار پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني ته د تاجکستان لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د دوشنبې ښاروالۍ لومړي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي او افریقایي څانګې رئیس، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس او په افغانستان کې استوګن د تاجکستان سفیر په دوشنبه نړیوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست ووایه .
د هېواد جمهور رئیس به  نن د تاجکستان جمهور رئیس، لومړي وزیر او همدارنګه د ولسي جرګې رئیس سره پر جلا جلا کتنو سربېره د تاجکستان ملي پوهنتون کې استادانو او محصلینو ته وینا هم وکړي. 
په پام کې ده، چې د جمهور رئیس غني او جمهور رئیس رحمان په حضور کې د دواړو هېوادونو مقامات د همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته