فرهنګ

دسارک دفرهنګي پايتخت په توګه دباميانو د چمتو کولو دکميسيون غونډه جوړه شوه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥  :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهنمل نبي فراهي په مشرۍ  په  ٢٠١٥ ميلادي کال کې دسارک دفرهنګي مرکز په توګه  دباميانودچمتو کولو  کميسيون غونډه نن  جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې : په دې غونډه چې  دبهرنيو  چارو ، کورنيو چارو ،  دښځو  دچارو ، انرژۍ  او  اوبو ، اقتصاد ،. دښارجوړولو دچارو ، ترانسپورت  او دملکي  هوايي چلند ، له نشه يي توکوسره دمبارزې ، فوايد عامې ، دکليو دبيا جوړولو ، پوهنې ، عامې روغتيا اودمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ دوزارتونو  او دغه راز  د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې   اودملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  داستازو او دباميانو ولايت  دسرپرست په ګډون  جوړه شوه . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په دې ترڅ کې چې  يوځل بيايي دکاري استقامتونواو  دکميسيون دغړو ارګانونو استازو ته  دسپارل شويو مسووليتونو په اړوند ټينګار وکړ څرګنده يې کړه  چې دسارک دفرهنګي مرکز په توګه دباميانو  دچمتو کولو  اوپه همدې مناسبت  په ښه توګه دمراسمو دپرځاى کولو په خاطر دې بايد  دغه  ارګانونه  دسپارل شوي مسووليت په برخه کې  پرله پسې  هلې ځلې وکړي.
دغه راز دباميانو ولايت سرپرست غلام علي وحدت  په دغه ولايت کې دتياري په خاطر   ددغه ولايت ديولړ اړتياو  په اړوند خپل مشخص پيشنهادونه  کميسيون ته وړاندې کړل او ويې ويل چې تراوسه پورې دماليې وزارت له خوا په دغه ولايت کې دلازم تياري  دنيولو په مقصد منظوره شوې بودجه ددوى په واک  کې نه ده  ورکړاى شوې .
دغه راز دغونډې په بهيرکې برخه والو   په ٢٠١٥ ميلادي کال کې   دسارک دفرهنګي پايتخت په توګه دباميانو د چمتو کولو په لاره کې داړوندو بنسټونو دکړنو او فعاليتونو  درپوټ  دوړاندې کولو په ترڅ کې خپلې نظريې او وړانديزونه له يوبل سره شريک  کړل او داړوندو کارونو دبهير په ګړندي کولو کې يې دخپلې پاملرنې ډاډ ورکړ.
په پاى کې ټينګار وشو چې د  کميسيون د غړو ارګانونو استازي دې  دخپلو کړنو  مفصل رپوټونه  په راتلوونکې  غونډه کې   کميسيون ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته