خبرونهټولنهTOP

هېوادوالو ته د رؤیت هلال مركزي کمېټې خبرتيا

کابل، د وري ۱۹مه، باختر 

دا چې د رؤیت هلال کمېټې د هرې قمري مياشتې په پای کې د هېواد په ولسواليو او د ولاياتو په مرکزونو کې د میاشتې د ليدو اهتمام او ناستې کوي؛ نو د افغانستان اسلامي امارت د رؤيت هلال مرکزي کمېټه ټولو هېوادالو ته خبر ورکوي، چې د همدې ناستې له اعلان سره سم دې هر مسلمان په خپله سیمه کې د میاشتې د لیدو پوره هڅه وکړي، د عام ولس او هېوادوالو له لوري د مياشتې د ليدو اهتمام يو شرعي اصل دى. 

که کوم هېوادوال میاشت ولیده نو د میاشتې له ليدلو سره سم دې د خپلې سيمې محکمې او د رؤیت هلال کمېټې ته شاهدي وړاندې کړي، اړوند محکمه به د دوی شاهدي اوري او تزکيه به يې کوي، وروسته به ټول معلومات د رؤیت هلال مركزي کمېټې ته لېږل کېږي او د مرکزي کمېټې له لوري به د مياشتې د لیدو په اړه رسمي اعلان كيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته