کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ د ځانمرګي بريد لپاره د داعش ډلې طرحه ناکامه شوه .
دوو تنو ځانمرګو يرغلګرو چې غوښتل يې دغه بريد ترسره کړي؛ هدف ته له رسيدو مخکې د بې پيلوټه الوتکې له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
په دې بريدکې د يرغلګرو بمي موټر له منځه تللى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د دوو ځانمرګو يرغلګرو په وژل کيدو سره د اچين ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ د داعش د بريد مخه نيول شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ